غزني ولایت کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ طالبان د غزني ولایت مرکز "کلاغچ" او "اندړ" ولسوالۍ نانی اړوند سیمه کې دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
د تندر قول اردو د درېیمې لوا منسوبینو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل ،چې په پایله کې ۶ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
همدا راز د طالبانو یوه دهشکه، یو کرولا ډوله موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.