غزني ولایت ته تازه دمي ځواکونه واستول شول

s.mohmand

په غزني ولایت کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شول او دغه ځواکونه به په ټول ځواک او توان سره د یاد ولایت اوسیدونکو له ځان او مال څخه دفاع او ساتنه وکړي.

نن د تندر قول اردو د رهبرۍ د هدایت سره سم د غزني ولايت د امنيتي وضعیت د لا ټينګښت او ښه والي په موخه تازه دمي سرتيري د یاد ولایت د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شول.

دغه تازه دمي سرتیري چې نن غرمه غزني ولايت ته رسیدلي، په هغه سیمو کې چې اړتیا ورته لیدل کیږي د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره به یوځای شي.

یادو منسوبینو سره د لیدنې پر مهال د تندر قول اردو او سویل ختیځ زون قوماندان بریدجنرال ميرويس "صافي"د خپلو خبرو په ترڅ کې دوی ته وویل: ستاسو لوړ مورال، زړورتیا او خپل هېواد سره مینې ته په کتو غزني میشتو ولسونو ته ډاډ ورکوم چې د هېواد او ولس دښمنان به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

دغو تازه دمي ځواکونو ډاډ ورکړ چې په غزني ولایت کې د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي.