کندهار ولایت کې ۳۱ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د کندهار  ولایت د "ژیړ ۍ" او "ارغنداب" ولسوالیو اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې ۳۱ طالبان ووژل شول او  ۱۸ نور ټپیان شول.

همدا راز د عملیاتو پایله کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم  له منځه یوړل شوي.