په غزني کې ۹ تنه طالبان ووژل شول او ۷ تنه یې ټپیان شول

s.mohmand

تیره شپه ترهګرو طالبانو د غزني ولايت د "ده یک" ولسوالۍ د "تاسنګ" په سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود.

د تندر قول اردو د لومړۍ لوا د نهم کنډک د اتلو منسوبینو لخوا د وسله والو طالبانو ددغه شوم پلان د عملي کیدو مخه ونیوله، چې په پایله کې د یو تن ډلمشر په ګډون ۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ تنه یې ټپیان شول.

له نیکه مرغه په دغه نښته کې ملکې وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.