د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د بیلابیلو برخو د نه اجرا شویو حقوقو او امتیازاتو د اجرا کېدو په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتیا

s.mohmand

د ملي اردو اتلو افسرانو، بریدملانو او سرتیرو، لکه څرنګه چې تاسو ته څرګنده ده د ملي اردو ذاتي او مالي برخې، له روڼتیا څخه برخمن او د بشپړ الکټرونیکي کېدو وضعیت ته د رسیدو په حال کې دی، هغه سیسټم چې په هغه کې په چټکتیا او جدي دقت سره د پرسونل ذاتي او مالي حقوق اجرا کېږي.

ددغه کمپیوټري سیسټم ټولې برخې نږدې ۱۰۰٪ بشپړې شوې دي، او تر نږدې راتلونکې به د ملي اردو د مسوبینو ټولې ذاتي او مالي چارې په بشپړه ټوګه له دې لارې اجرا کېږي.

له بده مرغه ددغه سیسټم د پلي کیدو په درشل کې یو شمیر پرسونل د بېلګې په توګه (صحي کادرونه) ونتوانیدل چې له خپلو اضافي او مسلکي امتیازاتو څخه برخمن شي، چې په دې تړاو د مستحق پرسونل د تفکیک او د ترلاسه شویو ننګونو د تثبیت په موخه د ملي دفاع وزارت د محترم مقام امریه صادره شوې ده.

د یادې امریې پر بنسټ، یو مسلکي او با صلاحیته پلاوی ټاکل شوی دی څو ژر تر ژره، مستحق پرسونل تفکیک او د امتیازاتو د نه ورکړې خنډونه لرې کړي.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کېږي چې یاد پاتې امتیازات، د پرسونل د تحصیلي او مسلکي اسنادو د ارزونې له پروسې وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال کې اجرا کېږي.