هلمند کې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ " مومن خان" سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې او د هوايي ځواک په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله ۲۱ طالبان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
همدا راز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.