په پکتیا کې ۵ تنه طالبان د خپل ماین ښکار شول

s.mohmand

تیره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل چې د پکتيا ولايت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند د «نوزې خولې» په سیمه کې د سړک په غاړه د بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په موخه ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې.

چې په پایله کې ۳ تنه ماین خښونکي وژل شوي او ۲ تنه نور یې مرګوني ټپیان شوي.

هیره دې نه وي چې د وسله والو طالبانو ځای پرځای شوي ماینونه ډیری وخت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د سړکونو د ورانولو سبب کیږي.