د ملي اردو د بریدمل انوارالحق ادعا د ملي دفاع وزارت له لوري وڅېړل شوه 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په هدایت د هوایي ځواک د تخنیک د برخې بریدمل "انوارالحق" ادعا چې څو ورځې مخکې د یوې خصوصي انځویزې رسنۍ او ټولنیزو رسنیو له لارې دده له لوري شوې وه په هر اړخیز ډول وڅیړل شوه.

په دغو څیړنو کې مشخصه شوه چې د ملي اردو یاد بریدمل د ملي دفاع وزارت برحاله منسوب دی او اوس مهال د هېواد د هوایي قول اردو د تخنیک په برخه کې برحاله دنده لري.

همداراز د یاد بریدمل میاشتني حقوق او امتیازات په خپل ټاکلي وخت د مربوطه برخو له لوري ددغه بریدمل په حساب کې حواله شوي دي او د تیرو څو میاشتو پاتې حقوق به چې په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله له ځنډ سره مخ شوي وو په نږدې راتلونکي کې حواله شي.

همداراز د ملي دفاع وزارت د کشفي برخې د معتبرو اسنادو او شواهدو پر اساس یاد بریدمل د "سلواک" هېواد ته د بورسیې له لارې په آزموینې کې شامل شوی وو اما د ارزونې په پروسه کې دغه بریدمل په واضح توګه څرګنده کړې وه چې نوموړی به د "سلواک" هېواد ته په تګ سره به په یاد هېواد کې پاتې شي او بیرته به هېواد ته راونګرځي چې دا پخپله د افغانستان له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دی، چي ددغو ملحوظاتو له امله د ملي دفاع وزارت مربوطه برخې یاد هېواد ته ددغه بریدمل له استولو ډډه کړې ده.

د یادونې وړ دی چې د افغانستان د نافذه قوانینو پر اساس، هر محصل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په لګښت له هېواده بهر د زدګړو لپاره استول کېږي الزامي دی چې د خپل دولت او خلکو د خدمت کولو لپاره بېرته هېواد ته راورګرځي. 

د ملي دفاع وزارت مشرتابه تل د ملي اردو منسوبینو د ټاکل شویو حقوقو او امتیازاتو تآمین ته ژمن دی او د هغو کسانو پر وړاندې چې د یادو منسوبینو د حقوقو او امتیازاتو پر وړاندې خنډ ګرځي جدي چلند ترسره کېږي.