په قندهار کې ۶۵ طالبان ووژل شو او بریدونه یې له ماتې سره مخ شول
تیره ورځ طالبانو د قندهار ولایت په "ژیړۍ"، "ارغنداب"، "پنجوايي" او "شاه ولیکوټ" ولسوالیو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو بریدونه دفع او ناکام کړل، چې په پایله کې ۶۵ طالب ترهګر ووژل شول.
همدا راز د دښمن ۱ راکټ له یو اندازه مهماتو سره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او یو شمیر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.