ه قندهار کې د طالبانو بریدونه د ۱۵ ترهګرو په وژلو ناکام شول

s.mohmand

تیره ورځ وسلوالو طالبانو د قندهار د پنجوایې ولسوالۍ په بلغور, چرخ اب او ګلباغ سیمو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو بریدونه وکړل، دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو دا بریدونه دفع کړل.
د ځوابي بریدونو په پایله کې، ۱۵ طالب ترهګر ووژل شو او ۵ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول او د طالبانو له لورې د تګ راتګ په لاره کې د ملکي خلکو  د وژلو په موخه ۵ کړۍ ماینونه ځای پر ځای شوې و کشف او شنډ شول.