په قندهار کې طالبانو ته درانه تلفات واوښتل؛ بریدونه یې دفع او ۱۸ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تیره ورځ وسلوالو طالبانو د قندهار ولایت د ډنډ، ژیړۍ او معروف ولسوالیو اړوندو سیمو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو بریدونه وکړل، دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو یاد بریدونه دفع او دښمن ته يې درانه تلفات واړول، چې په پایله کې ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول.

همدا راز د ۲۰۵ اتل قول اردو انجنیرۍ ټیم له خوا د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې، ۴۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.