د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان ووژل شول
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د فعالې دفاع په چوکاټ کې د طالبانو برید په شاه وتمبوه، چې په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې، ۴۱ کړۍ ماینونه چې د دښمن له لورې د ملکي خلکو د وژلو په موخه په عمومي او فرعي سړکونو کې ځای پر ځای شوي ؤ، کشف او چاودنه ورکړل شوه.