په قندهار کې د طالبانو بریدونه دفع او په پنجوایې ۸۵ تنه ترهګر ووژل شول!
تیره ورځ طالب ترهګرو د قندهار د پنجوایي ولسوالۍ په هلمندیان, چرخ اب او محمد زو کلاچه سیمو کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو د بریدونو پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دښمن ته درانه تلفات اړولي, چې په پایله کې ۲۸ تنه طالبان وژل شوي او ۸ تنه ټپيان شوي دي.
همدا راز د دښمن ۳ موټر سایکل او ۱ ایکم مخابره لاسته راغلي, ۱۵ کړۍ ماینونه, ۱۲ لاسي بمونه د انجینرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شوي او زیات شمیر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.