په قندهار کې د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شو او ۸۵ تنه یې ووژل شول

s.mohmand

تیره ورځ طالب ترهګرو د قندهار ولایت د ژیړۍ, ډنډ او معروف ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هوایي قواوو په ملاتړ د دښمن بریدونه په شاه وتمبول, چې د نښتو او هوایې ضرباتو په پایله کې, ۸۵ طالبان ووژل شو او ۱۸ تنه ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۲ موټر او ۲ موټر سایکل لاسته راغلل او یو شمیر وسلې او مهمات یې له منځه یوړل شول.