هغه ۴ طالب ترهګر چې په هدفي وژنو او چسپکي ماینونو چولو کې مهمه ونډه درلوده، کابل کې ونیول شول

s.mohmand

تیره شپه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې، ۴ تنه ترهګر چې د طالبانو د ډلې غړي ؤ، د ملي اردو له لورې، و نیول شول.
دې اشخاصو په کابل کې ښار کې په هدفي وژنو او دولتي موټرو پورې د مقناطیسي ماینونو نښلولو کړنې تر سره کولې.

یاد شوي ترهګر: 
۱- مولوي صداقت په خطري مشهور، د کابل په ۵ او ۱۳ حوزو کې د هدفي وژنو او په دولتي موټرو پورې د مقناطیسي ماینونو مسؤل
۲- روح الله په زورکي مشهورد مولوي صداقت د ګروپ غړی د مقناطیسي مانونو نښلولو مسؤل
۳- سمیع الله په صدیق الله مشهور، طالبانو د ۱۰ تنو سرګروپ
۴- جان آغا په لونګي مشهور د مقناطیسي ماینونو لیږدلو مسؤل