په کندهار کې په هوایي بریدونو کې ۱۷ طالبان ووژل شول

s.mohmand

نن سهار طالبانو د کندهار ولایت د پنجوایې ولسوالۍ په بلندي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دې پلان مخه ونیوله.

د جګړو او هوایې بریدونو په ترڅ کې, ۱۷ طالبان وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.