په کندهار کې د زیانمن شوو کورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ اړوندو ځواکونو په کندهار ولایت کې د ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په دې وروستیو کې طالبانو د جګړو له امله زیانمن شوي وو.
افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو مرسته کوي.