په ملي اردو کې د شاملیدو په موخه له هالنډ څخه افغانستان ته راغلم!
عبدالواحد، له اوه کالو وروسته د هالنډ څخه په ملي اردو کې د شاملیدو په موخه بیرته هېواد ته راستون شو او اوس د ملي اردو په چوکاټ کې په پوځي ښوونیز مرکز کې په پوځي زدکړو بوخت دی.
نوموړی وایې: له هالنډ څخه هېواد ته د راستنیدو انګیزه مې خپلو خلکو خدمت کول، له افغانستان او افغانانو دفاع او په هېواد کې د سولې او آرامۍ ټنګښت وو.