خوست کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او ۵ تنه یې ټپیان شول چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو یې برید وکړل
تیره شپه وسله والو طالبانو د خوست ولايت د صبریو ولسوالۍ اړوند د «ګورګورۍغر» په سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړل.
یاد برید په خوست کي دملي اردو د لومړۍ پلې لوا د دریم کنډک زړورو منسوبينو د هوايي ځواک په مرسته په مکمله توګه له ماتې سره مخ کړی.
چې په پایله کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي.
همدارنګه د وژل شویو د ۴ تنو جسدونه د جګړې په ډکر کې پاتې دي او یو اندازه وسلې او مهمات هم د دریم کنډک پرسونل لاسته ورغلې دي لکه دري ميله کلاشينکوف، دوه ميله m4 يو قبضه (RPG7) او یو اندازه مهمات هم په کې شامل دي.
د نیکه مرغه په دغه نښتو کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.