د کندهار لایت ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه شوه

s.mohmand

د هېواد دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د عملیاتو په دوام کې، نن دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د تروریستانو له شتونه پاکه کړه او همداراز د طالبانو زیات بریدونه دفع او ناکامه کړل چې په پایله کې څه باندې دوه سوه طالبان وژل شوي او ۱۰۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

همداراز دغه عملیات چې د فعالې دفاع په چوکاټ کې او د طالبانو د بریدونو په ځواب کې ترسره شول، د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات او ۱۰ عرادې موټره له منځه وړل شوي دي.

اوس مهال په دې ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی.