د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

s.mohmand

هوایي ځواک تېره ورځ، د هلمند ولايت په "نادعلي" ولسوالۍ کې ددغې ولسوالۍ لپاره طالبانو د سرې قطعې قوماندان "عبدالرحمن" هغه مهال د برید موخه وګرځاوو چې ده له خپلو کسانو سره د هېواد د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.

په دې برید کې ۷ تنه نور تروریستان هم وژل شوي دي.

عبدالرحمن په نادعلي کې د طالبانو د ۵۰ کسیزې سرې قطعې قوماندان وو.