د لښکرګاه څلورمه اولسمه حوزه د طالبانو له شتون نه په بشپړه توګه پاکه شوه
تیره شپه دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه مربوط د څلورمې او لسمې حوزې اړوند, د بشران, بولان او چاه انجینر سیمې, چې څه وخت وړاندې ترې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاه تګ کړی ؤ, دوهم ځل تر خپل کنټرول لاندې را وستې.
په دې عملیاتو کې تر ۳۰ زیات طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.
بیځایه شوي کورنۍ بیاځلې خپلو کورونو ته د ستنیدو په حال کې دي.