د بادغیس په قادس کې د یوه هوایي برید په پایله کې ۲۱ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول

s.mohmand

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په "قرچقی" سیمه کې نن د طالبانو یوې ډلې تجمع کړې وه او پر دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو یې د برید پلان درلود چې د هوایي برید موخه وګرځېدل.

په دې برید کې، د طالبانو د دوو قوماندانانو "ملا خیرالله" او " ملا خالق" په ګډون ددغې ډلې ۲۱ تنه ووژل شول چې د ۸ تنو وژل شویو نومونه په لاندې ډول دي:

۱- سر ګروپ ملاخیرالله د ظریف زوی

۲- عبدالرحیم

۳- حبیب الله

۴- زرین د ابوبکر زوی

۵- احسان الله

۶- صادق

۷- عیدګل

۸- قادر د عبدالرحیم زوی

د ټپیانو نومونه:

۱- مبارکشاه

۲- عبدالکریم د نظر محمد زوی

۳- زرین د نبي زوی

۴- اسماعیل د امیرمحمد زوی

۵- ملاجبار