په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶ طالبان هغه مهال ووژل شول او ۳۹ تنه نور یې ټپیان شول چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د فعالې دفاع په چوکاټ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځوابیه بریدونو په پایله کې، ۱۱۶ تنه طالبان ووژل شول او ۳۹ نور یې ټپیان شول.
دغه نښتې په ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، کابل، میدان وردګو، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، نیمروز، کندز او تخار ولایتونو کې شوي دي.