د قرقین ولسوالۍ د علماؤ شورای: امنیتي ځواکونه د اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي
په قرقین ولسوالۍ کې د ۲۰۰ څخه زیاتو دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو څخه اعلان کړ, او ټنګار یې کاوه چې همدا ځواکونه په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي.
هغوې وویل: چې طالبان په اسلامي اصولو او ارزښتونو باندې هیڅ باور او عقیده نه لري, هغوې یوازې د جنایاتو د پوښښ له پاره د دیني ارزښتونو ګټه اخلي.
د قرقین په ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو مسؤلانو دیني عالمانو ته ډاډ ورکړ, چې موږ به په ټول قوت سره له خلکو ساتنه کوو.