په شپږو میاشتو ۴۷۷۶ ماینونه د ملي اردو له خوا کشف او شنډ شوي دي

s.mohmand

د لمریز کال په شپږو میاشتو کې ۴۷۷۶ ماینونه, د طالبانو له لورې د خلکو د اسیدو ځایونو, تګ را تګ او د هېواد د یو شمیر ولایتونو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي ؤ, د اتلو دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د شپه او ورځ کوښښ په پایله کې کشف او شنډ شوي دي.

طالبانو د لویو لارو په اوږدو کې د چاودیدونکو توکو نه په ګټه اخستنې تل زموږ هېوادوالو ته زیان رسوي, دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ځان خطر ته اچوي, دا ماینونه کشف او شنډ کړي تر څو د هېوادوالو ژوند مو خوندې شي.

طالبانو د چاودیدونکو توکو او ماینونو په چولو سره د ملکي وګړو سربیره, په یو شمیر ولایتونو کې, عمومي لارې, څلور لارې او د هېواد زیربناوې سختې زیانمنې کړي دي.

د ۱۳۹۹ کال په شپږو میاشتو کې د ۴۷۷۶ ماینونو په کشف او شنډولو سره مو د زرګونو بېګناه هېوادوالو ژوند ژغورل شوی او د سلګونه کیلو مټره لارو, پلونو او پلچکونو د زیان او ویجاړۍ مخه نیول شوې ده.

په داسې حال کې چې د ماینونو نه ګټه اخستنه د ټولو د ټولو جنګي او بشري قوانینو خلاف کړنه ده, د بشر حقونو بنسټونه دا کړنه جنګي جنایت ګڼي; بد بختانه ماینونه او چاودیدونکي توکي د طالبانو جنګي تکتیک ؤ, دوې دغه کړنې ته لا زیاتوالی ورکړی دی.