په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د ۱۲ کړیو ماينونو په کشف او شنډولو سره د یو شمیر ترهګریزو پیښو مخه ونیول شوه
تیره ورځ د وسله والو ترهګرو له خوا د پکتيکا ولايت د «جانيخيلو» ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ کړۍاو د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د «کلکین خولې »په سيمه کې دوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه د ملکي وګړو د وژنې په موخه د سړک پرغاړه ځای پرځای شوي وو او غوښتل يې چې چاودنې ورته ورکړي.
له نیکه مرغه یاد ماینونه د تندر قول اردو د دویمې او لومړۍ پلیو لواوو د انجينرۍ ټيمونو د منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول.
د دغو ماينونو په شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول چې د ترهګريزو پيښو مخه ونيسي او د يو شمير بېګناه هيوادوالو ژوند وژغوري.
د یادونې ده چې ډېری وخت په لویو لارو کې د ځای پر ځایو شویو ماینونو چاودنې له امله ملکیانو ته مرګژوبله اوړي