کندهار ولایت کې د وسله‌والو طالبانو برید د ۶ ترهګرو په وژلو له ماتې سره مخ شو

s.mohmand

سهار ۰۹:۴۵ دقیقې وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ اړوندو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.

امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل.

د دغې نښتې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول، درې نور ټپیان او یوشمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه یوړل شول.