په کندهار کې د طالبانو برید د ۳ ترهګرو په وژلو له ماتي سره مخ شو
تیره ورځ د طالبانو یوې ډلې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه برید له ماتې سره مخ کړ.
ددغې نښتې په ترڅ کې، ۳ طالبان ووژل شول او د دښمن یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.