د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو د برید د ماتې په اړه د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

تیره شپه ۱:۳۰ طالبانو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په "ګندمک" سیمه کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو برید وکړ, چې دغه بريد د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو چې په پايله کې دغې ډلې ته درانه تلفات واوښتل.

د نښتې په ترڅ کې متاسفانه, د ملي اردو ۶ تنه سرتيري شهیدان شول او ۵ تنه ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد شهیدانو ته د الله ج له درباره د فردوس جنت, د شهیدانو کورنيو ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کوي.