د لوګر په خروار ولسوالۍ کې طالبانو ته درانه تلفات
تیره شپه هغه مهال ۱۲ طالب ترهګر ووژل شول چې طالبانو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او د دښمن زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.