په خوست کې د واده په مراسمو د ترهګریز برید په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه
متاسفانه تیره شپه د خوست ولایت د مرکز اړوند په "سلورنا" سیمه کې د ملي اردو د یوه منسوب د واده په مراسمو کې د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر سایکل ته چاودنه ور کړل شوې.
په دې ترهګریزه پیښه کې, ۲ تنه د ملي اردو سرتیری او ۲ تنه ملکیان شهیدان شوي او یو تن د ملي اردو سرتیری او ۱۲ تنه ملکیان ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد د یادې پیښې په تړاو سخت خواشینی شوی, خپل تسلیت, غمشریکي او ژوره خواخوږي د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي.
د یادې پيښې شهیدانو ته د الله ج څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.