د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۹ طالبان د ترهګریزو کړنو د پلان او طرحو جوړولو په مهال ووژل شو

s.mohmand

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍکې د طالبانو یوې ډلې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د برید د پلان جوړلو لپار ټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې, دښمن خپله موخه وګرځوله, چې په پایله ۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي, ۶ تنه ټپيان, د دښمن یو پټنځای, زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې د خلکو د تګ, راتګ په لارو کې, ۱۲ کړۍ خښ شوي ماینونه, دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو کشف شنډ کړي دي.