په لوګر کې د وسله والو طالبانو بريد د 2 بهرني اتباعوو په ګډون د 10 تنه ترهګرو په وژل کیدو له ماتې سره مخ شول
تیره ورځ وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍاړوند د «پنګرام» په سيمه کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بريد کړی وو.
دغه بريد د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د کلک غبرګون او د افغان هوایی ځواک په ملتیا له ماتې سره مخ شو چې په نتیجه کې 10 تنه وسله وال طالبان ووژل شول, په وژل شوو وسله والو کې یو تن چچنیایي او یو تن پاکستانی هم شامل دي.
له نیکه مرغه په دغه برید کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دي اوښتي.