په تخار ولایت کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۳۰ بجې، د هېواد د ملي اردو ځواکونو MI17 ډوله یوه چورلکه چې په کندز ښار کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو له هوایي ډګر څخه د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په لور الوتنه کړې وه، د ناستې پر مهال د تخنیکی ستونزې له کبله سقوط کړی دی.
ددغې چورلکې د سقوط په پایله کې خوشبختانه د یادې چورلکې هېڅ یوې سپرلۍ ته زیان ندی رسیدلی.
د ملي دفاع وزارت، په دې تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي او د څېړنو له پایته رسیدو وروسته به بشپړ جزییات خپاره کړي.