د نیمروز ولایت په خاشرود کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
وړمه شپه، وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت اړوند خاشرود ولسوالۍ پر ځینې امنیتي پوستو بریدونو وکړل.
د څلورمې پلي لوآ ملي دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړ.
په پایله کې؛ د ملي دفاعي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول.
د یادونې وړ ده؛ ملي دفاعي ځواکونو د وسله والو طالبانو یو میل کلاشینکوف او یو پایه ایکم مخابره لاسته راوړي دي.