په پکتيکا او میدان وردګو ولايتونو کې ۶ کړیو ماينونو د چاودنو څخه مخنیوی وشو

s.mohmand

تیره ورځ د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوالۍ اړوند د «پیر کوټي»، «شیخانو» او د میدان وردکو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د سړک پرغاړه د وسله والو ترهګرو لخوا د بیګناه خلکو د وژنې په موخه ۶ کړۍ ډول ډول ماینونه ځای پرځای شوي وو او غوښتل يې چې چاودنې ورته ورکړي.

له نیکمرغه یاد ماینونه د تندر قول اردو اړوند د دوهمې او څلورمې پليو لواګانو د انجينرۍ ټيمونو د زړورو منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول.

د دغه ماينونو په شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول چې د ترهګريزو پيښو مخه ونيسي او يو شمير هيوادوالو ژوند وژغوري.

د يادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو پدې وروستيو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سړکونو پر غاړو ماینونو ايښودلو ته زور ورکړی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تل د کشف او شنډولو هڅه کوي خو د بده مرغه په ځینو ځایونو کې بیا زموږ د بیګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب کیږي.