په شکر درې ولسوالۍ کې د دفاعي او امنيت ملي ځواکونو د عملياتو په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د کابل ولايت په شکر درې ولسوالۍ کې ګډو دفاعي او امنيت ملي ځواکونو عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې د ولسوالۍ ټول کلي او سيمې د ترهګرو له شتون نه پاکې شوي دي.
په دې عملياتو کې، ٥ طالبان وژل شوي او د يو قوماندان په ګډون يي ٢ تنه ټپيان شوي دي.
همدا راز د دښمن، ٢٥ تنه جنګيالې د ٣ تنو سرګروپانو په ګډون يي، چې د هېواد له نورو سيمو شکر درې ته د ترهګرۍ او وحشت په موخه راغلي وو، ونيول شو.
په يادو عملياتو کې د دښمن ګڼ شمير وسلې او مهمات د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو لاسته راغلي دي.
د شکر درې په ولسوالۍ کې به ګڼ شمير دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه خلکو د ځان او مال خونديتوب په موخه د زيات وخت له پاره پاتې شي.