په فراه ولایت کې د ترهګرو طالبانو د برید مخنیوی وشو چې په پایله کې ١٥ تنه ترهګروته مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تیره شپه ترهګرو طالبانو پلان درلود، د فراه ولایت مرکز اړوند د «برنتوت» په کلي کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د عملي کیدو مخنیوی کړی چې په پایله کې ٨ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي.