په میدان وردګو کې ۳ تنه ترهگر طالبان هغه مهال ووژل شول او ۵ تنه یې ټپېان شول چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود
تیره شپه نا وخته ترهگرو طالبانو پلان درلود د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند د «شهابالدین» سیمې په پوسته برید وکړي.
د هیواد ملي دفاع ځواکونو د دغه برید مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او “مجاهد”د دې ډلې د سرګوپ په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي دي.