په ننګرهار کې د طالبانو د برید مخنیوي په پایله کې (۴۶)طالبان مړه او ټپیان شول
پرون د طالبانو یوې ډلې د ننګرهار په خوګیانو ولسوالۍ کې د «کیلغو» په سیمه د برید پلان درلود.
د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دښمن د دغه ناوړه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله.
په پایله کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې ۱۳تنه یې د پاکستاني هویت درلود.
همداراز د طالبانو ۱۰عرادې مختلف الډول وسایط تخریب او ۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شول .