په کندهار کې د ۱۱ طالب ترهګرو په مرګ ژوبلې د طالبانو د برید مخه ونیول شوه
تیره شپه د وسله والو طالبانو یوې ډلې پلان درلود چې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې په دفاعي ځواکونو برید وکړي.
ملي دفاعي ځواکونو دا پلان شنډ کړ او په پایله کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شوي دي.