په غزني کې د ترهګرو طالبانو د بريد مخنیوی وشو ۹ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ تنه ټپيان شو
تیره شپه وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د «ارزو» په سیمه کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو د برید پلان درلود.
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه پلان د عملي کولو د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام وکړو.
چې په پایله کې د ملا وکیل د ترهګرې ډلې یو سرګروپ «ابوجندل»په ګډون ۹ تنه طالبان وژل شوي او ٣ تنه نور ټپیان شوي.