په پکتیا کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شو او ۶ تنه نور یې ټپيان شول، چې د ملي امنیتي ځواکونو په ګزمه يې بريد وکړ

s.mohmand

بیګاه شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند د پیرلکې په سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو په گزمه برید وکر.

یاد بريد د ملي امنيتي ځواکونو له خوا د چمتو قطعې په مرسته د سخت جواب سره مخ شو، چې په پايله کې د جانيخيلو ولسوالۍ د تش په نوم معاون قاري ابراهيم په شمول ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه یې ټپيان شوي یو قبضه راکټ او یو اندازه مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.