سرپل کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شو
تیره شپه وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د مرکزی لوی لاره، ګولائ تخته او ګولائ سید آباد په سیمو کې د ملي امنيتي او دفاعی ځواکونو پرپوستو باندې بریدونه وکړو.
دغه بریدونه د ملي امنیتي او دفاعی ځواکونو له خوا له ماتي سره مخ او په شاه وتمبول شول.
په یادو نښتو کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر د قوماندان ملا اوبو هریره په ګډون ووژل شو او دصیاد ولسوالۍ له پاره د طالبانو تش په نوم ولسوال، ملا داوود په ګډون ، ١٠ تنه ټپیان شوي دي.