هغه ډله طالبان چې دوه شپې مخکې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی وو نن ووژل شول

zia_omid

نن له غرمې مخکې دغو طالبانو يو ځل بيا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود، چې د هیواد د هوایي ځواک د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه شوم پلان خنثی کړ چې په پایله کې یې، ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور یې ټپیان شول.

دغه ډله طالبانو څو شپې مخکې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی وو چې په پایله کې يې افغان سرتیرو ته تلفات ورسيدل.

په دې هوایي برید کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای او یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.