د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۲۱ طالبانو وژل کېدل
طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، له ځانه دفاع کړې چې په پایله کې د افغان ځواکونو د متقابل برید او هوایي ضربو په پایله کې، ۲۱ طالب ترهګر ووژل شول.
په دې برید کې د طالبانو ۸ موټرسایکله هم ویجاړ شوي او یو شمیر وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.