۲۶ تنه ترهګر وژل شوي دی

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي ،۱۱ تنه ټپیان او ۹ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

تخار -  بهارک ولسوالۍ  کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه  ترهګر وژل شوي دي.

ننگرهار - شیرزاد ولسوال کې  کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ٦ تنه  ترهګر وژل شوي او ٤ تنه ټپیان شوي دي.

بلخ -  نهر شاهي، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په  پایله کې ٣ تنه ترهګر وژل شوي ، ٤ تنه ټپيان، ٥ تنه نیول شوي، د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

هرات -  زاول ولسوالۍ  کې د توپچي بریدونو په پایله کې ٣ تنه  ترهګر وژل شوي او ٢ تنه ټپیان شوي دي .

کندهار- خاکریز او میوند ولسوالیو کې د توپچي ډزو په  پایله کې ٢ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې ده.

خوست- علیشیر او صبریو ولسوالو کې د ځانګړو عملیاتو په  پایله کې ٢ تنه ترهګر وژل شوي او ٤ تنه نیول شوي دي.