په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګرو پر وړاندې ۱۴ یرغلیز عملیات او ۱۷ هوايي بریدونه تر سره شوي

zia_omid

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپیان شوي دي.

 فاریاب - المار او دولت آباد ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او ۳ موټر له منځه وړل شوي دي.

کندز - دشت ارچي ولسوالۍ کې د ځوابي دزو په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند - نهر سراج، نوزاد، کجکي او سنګین ولسوالیو کې د هوایي برید ونو او ځوابي ډزو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هرات- اوبه او شینډنډ ولسوالیو کې د هوایي برید ونو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ - چهاربولک ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

لغمان - علیشنګ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

فراه - بالابلوک ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یوتن ترهګر وژل شوی دی.

تخار - بهارک ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې د پیکه تیپې،گل قشلاق،چهار رائی،چونې، شاه رسول، مسجد سفید دوراهي، گجرو او عین المجررا سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي دي.