۳۳ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۶ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۶هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۳  تنه ترهګر وژل شوي  او  ۶ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوایي برید ونو په پایله کې ۱۶تنه ترهګر وژل شوي، ۲ موټر او ۴ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې  د هوایي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ- د شورتیپې، دولت آباد او بلخ  ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو او توپچي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

غزني- د کابل - غزني لویي لارې په اوږدو کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲تنه ټپیان شوي دي.

هرات- زاول ولسوالۍ اړوند ده غلام سیمه کې د هوایي برید  په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لغمان- علینګار ولسوالۍ اړوندخورد کلان سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ اړوند میرمندو سیمه کې  د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.